IQNA

 د قم د قرآن کریم د سیالیو د معارفي برخې پرانیستونکې دستورې

6:26 - December 02, 2025
د خبر لمبر: 3492096
ایکنا - د قرآن کریم د اوقافو د عمومی سیالیو د معارفي برخې د پرانیستې مراسم  په قم کې د امامزاده سیدعلي(ع) په مقدس آستان  کې پیل شول.

د ایکنا د قم د خبریال د راپور له مخې، د قرآن کریم، نهج‌البلاغه، صحیفه سجادیه او نړیوالې برخې (چې د جامعةالمصطفی العالمیة د بهرنیو محصلینو لپاره ځانګړې شوې ده) د ۴۸ پړاو د عمومی سیالیو د نهائی مرحلې افتتاحیه د قم ولایت په کوربتوب، د هېواد او ولایت د مسئولانو، سیالیو ګډونوالو، قاریانو، حافظانو او د قرآني مراسمو د ګڼ شمېر مینه‌والو په  شتون کې، په دوشنبې ورځې  د امامزاده سیدعلي(ع) د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دغه مراسم چې د سیدوحید مرتضوي په  مجریتوب  سره  ترسره کېږي، د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود په غږولو سره په رسمي ډول پیل شو  او وروسته نړیوال قاري، سیدمصطفی حسيني، د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.

د حضرت بی بی معصومه(س) د مداحئ  ډلې په ډله ایز ډول   په دغو دستورو کې خپل پروګرام وړاندې کړ.

دا سیالۍ په درو برخو کې ترسره کېږي: د قرآن کریم تفسیر، د نهج‌البلاغه معارف، د صحیفه سجادیه معارف، او همدارنګه نړیواله برخه چې د جامعةالمصطفی العالمیة د نړیوالو محصلینو لپاره ځانګړې شوې ده او د دغو معارفو د حاملانو او حافظانو په پراخ ګډون ترسره کېږي.

په دې پړاو سیالیو کې، ۱۹ کسان د صحیفه سجادیه په معارفو ، ۲۴ کسان د نهج‌البلاغه په معارفو او ۲۴ کسان د قرآن په معارفو کې نهائی مرحلې ته رسېدلي دي. همدارنګه، د سیالیو د نړیوال حیثیت له امله، ۳۳ تنه ښځو او نارینه ؤ له  بېلابېلو هېوادونو څخه د جامعةالمصطفی(ص) العالمیة له لارې وروستي پړاو ته لاره پیدا کړې، او په مجموع کې به ۱۰۰ غوره سیالان د ملي او نړیوالو برخو په کچه سیالي وکړي.

یادونه باید وشي چې د قرآن کریم د ۴۸  پړاو د معارفي برخې وروستۍ مرحله د لیندئ یا قوس  دمیاشتې  له ۱۰مې تر ۱۶مې پورې، د نارینه‌ؤ او ښځو لپاره جلا، د قم ولایت په کوربتوب، د امامزاده سیدعلي(ع) په تالار کې ترسره کېږي.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4320137

captcha